لر
و بر: دوه افغان که يو افغان؟
جمعه خان صوفي
دا مضمون ما د آئر لينډ د جمهوريت د
صدارتي يعنې د ولسمشرۍ دپاره د سږکال را تلونکو انتخاباتو د تاْثر ﻻندې وليکلو.
جالبه داده چې يو نوماند پکې د شمالي آئرلينډ برحال لومړي وزير مرستيال مارټن
ميکګېنس هم دى يعنې د برتانيې باشنده يا تبعه. نوموړى ١٩٥٠ کې دبرتانيې دﻻندې د
شمالي آئر لينډ په ډېري نومې ځاى کې زيږيدلى دى. ميکګېنس د آيي آر اى يعنې د
آئر لينډ جمهوري اردو د فعالو رهبرانو د جملې څخه و او د ١٩٧٠ کال نه د آيي آر
اى غړى پاتې شوې و. اوس ددغه ګوريلايي سازمان د سياسي څانګې يعنې د شېن فين
رهبر دى؛ چې بيا د برتانيې،شېن فېن او شمالي آئر لينډ دپروټېسټنټانو د نماينده
ګانو ترمنځ په ١٩٩٦ کې د ګوډ فرائيډى لوظنامې ﻻسليک نه پس د برتانيې تر کنټرول
ﻻندې د شمالي آئرلينډ په انتخاباتو کې د پارليمان غړى شو. ١٩٩٩ نه تر ٢٠٠٢ پورې
د شمالي آئر لينډ په اجرائيه واکمنۍ کې د معارف (تعليم) وزير و. اوس په دويم
وار د پروټسټنټانو ګوند لومړي وزير سره د لومړي وزير مرستيال دى او ورسره ورسره
د السټر د حو زې نه د ويسټمنسټر (برتانوي) پا رليمان غړى هم دى(اګر که په دغه
پارليمان کې حاضري نه ورکوي او پکې د ګډون کولونه ډډه کوي) يعنې ميګکنس نګه او
کره د برتانيې تبعه دى. مګر وﻻړ د بل هيواد د ريا ست جمهوري څوکۍ ته دى. او دغه
بل هيواد يې هم د خپل تبعه په څير مني او ورته اجازه ورکوي چې کانديد او حتې
ولسمشر شي ځکه چې جمهوري آئر لينډ شمالي آئر لينډ خپله برخه گڼي او دخپل هيواد
برتانوي تقسيم نه مني.
دلچسپه داده چې د جمهوري آئر لينډ اوسنۍ ولسمشر يا ولسمشره هم د برتانيې تبعه
ميري پيټريشيا ميکا ليز ده چې په اول وار ١٩٩٧ کې او بيا ٢٠٠٤ کې د جمهوري آئر
لينډ دوه وارې ولسمشره انتخاب شوه. نوموړې ١٩٥٠ کې د شمالي آئر لينډ په بلفاسټ
کې زيږيدلې ده او د مسلک په لحاظ ژورنالسټه، مدافع وکيله او پو هنتون کې
پروفيسره پاتې شوې ده.
بلخوا افغانان هم ډيورنډ ﻻين نه مني، برتانوي تقسيم نه مني، تر اباسين پورې
زمکه خپله خاوره ګڼي؛ ولې تصور کيداى شي چې د خيبر پښتونخوا يو سړى دې هلته
افغانستان کې رياست جمهوري ته نوماند شي؟ اول به پرې هم هغه پښتانه اعتراض وکړي
چې په خوله ډيورنډ نه مني د نورو مليتونو کسان خو پريږده؛.ريا ست جمهوري خو
لويه خبره پارليمان ته هم کانديد کيدى نه شي. باشي خان ځدران په پنډۍ کې اوسيږي
او هلته د مسلم ليګ په ټکټ باندې د پنجاب د اسمبلۍ غړى پاتې شويدى، مګر چې په
افغانستان کې د پارليمان دپاره انتخابات کيږي نو هلته هم د خوست نه نوماند وي.
آيا تصور کيدى شي چې د صوابۍ يو يوسفزى يا د احمد شاه بابا په قول بر درانى دې
چې افغانستان کې يې عمر تير کړى وي، هغه دې ځان په افغانستان کې د پارليمان
دپاره کانديد کړي؟ دغه شان د مزار شريف نه د عجب خان آفريدي زوى او افغانسان کې
زيږيدلى افغاني تبعه او د انقلاب او جهاد په زمانه کې د عبدا لرب رسول سياف
قوماندان محمد جان خان چې څه وخت د پا کستان دقو مي اسمبلۍ دپاره د قبا ئلو د
ايف آر د سيمې نه په کيدونکو انتخاباتو کې کانديد شو نو مخالف نوماند پرې
اعتراض وکړ چې نوموړى افغان دى؛ د صوبې عالي محکمې (هايي کورټ) د محمد جان خان
په حق کې فيصله وکړه. آيا تصور کيدى شي د ﻻل پورې خانانو يو تربور لکه حيدر
زمان خان يا ګوهر زمان خان دې افغاني پارليمان ته کانديد شي او بيا د اعتراض په
صورت کې به افغاني محکمه دهغوى په حق کې فيصله صادر کړي؟
كمانډر خليل يو پاكستانى پښتون د قطر د بحري قواؤ يو مشر و. چې
تقاعد(ريټائرډ)شو نو په پاكستان كې د قطر له خوا سفير شو. بې خرته دولت يې پيدا
كړ.. چې د سفارت نه خلاص شو نو د جنرال مشرف په وخت كې د سينېټ (سينا) غړى او
معاون شو. څه موده پس د خيبر پښتونخوا صوبې ګورنر وټا كلى شو. دغه رنګ يو افغان
زلمى خليل زاد ددرس نه پس د امريكا تبعه شو، بيا د امريكا له خوا په افغانستان
كې مقتدر سفير (وائسراى) شو او دغه شان عراق او ملل متحد كې هم د امريكا سفير
پاتې شو.په اروپايي هيوادونو كې زيات شمير افغانان د هغه ملكونو شهريا
ن(اتباع)شوي دي چې ځينې يې اوس افغانستان كې ددغه هيوادونو له خوا ديپلوماتان
دي. آيا تصور كيدى شي چې د ارواښاد اجمل خټك چې يو عمر يې خپلو بچو سره افغاني
سياستونو لاندې په كابل كې تير كړ، د هغه ځوى ايمل خټك دې څوك په پاكستان كې يا
بل هيواد كې د افغانستان ديپلومات كړي؟
فضل منان مهمند په افغانستان کې ستر شوې او درس ويلې د ولسمشر محمد داؤد خان په
وخت کې په لغمان کې ولسوال و، مګر چې د انقلا ب نه وتښتيد نود پاکستان په
پارليمنټ کې د ملي اسامبلې (قومي اسمبلۍ) غړى شو. بلکه څلو يښت کاله وشول چې د
کابل تخت دپاره کشت و خون روان دى او خپلو کې پرې څوک نه جوړيږي، نامتو
شخصيتونه او سازمانونه خوپريږده يو عادي قبائلي افغان تر اوسه پورې آواز پورته
نه کړو چې مونږ افغانان پرې نه جو ړيږو راځۍ چى ولي خان (مرحوم)، اسفنديار،
اجمل خټک، افضل خان ﻻله، آفتاب احمد شيرپاؤ يا محمود خان اڅکزى،ګنې نو قاضي
حسين احمدياموﻻنا فضل الرحمان راولو چې پرې جوړ شواو دغه وينې بندې کړو او خپله
ادعا عملاً ثا بته کړو– لکه چې آئر لينډ جمهوريت ميکاليز راوستلې ده او خپله
صادقانه ادعا يې پر ځاى کړې ده. دايې ﻻ څه کوې چې هغه قبائلي پښتانه (پښتونستانيان)
چې خپل سر نوشت يې افغانستان پورې تړلى و، هغوى ته د تذکرې په حصول کې زيات
مشکلا ت پيښيږي.
هانګ کانګ چې ﻻ د برتانيې مستعمره وه، هر چيني هستوګن يې حق درلود چې د چين د
پاسپورټ او نورو اتباعي حقوقو نه آتو مات برخورداره شي؛ او اوس چې تائيوان بيل
هيواد دى او چين يې خپله خاوره ګڼي، چې چين ته ﻻړ شي نو هر يو تائيوانې په آتو
ماتېکه توګه د چين د پاسپورټ او نورو اتباعي حقوقو نه برخو رداره دى. غربي او
شرقي المان چې ﻻ دوه هيواده وو، يو بل هيواد کې په آتو ماتيکه توګه اتباع په
توګه منل کيدل. دغه ر نګ د شرقي المان نه تلونکى هر المانى به د غربي المان
تبعه شو. په دنيا کې او سيدونکى هر يو يهود چې اسرائيل ته ﻻړ شي نو د اسرائيل
طبعي تبعه ګڼل کيږي. د ﻻتيني امريکې په پيرو هيواد کې د سوونو کالو نه جاپانيان
اوسي. هغه ځاى پخوانى ولسمشر البرټو فوجيمورو جاپانى و. هغه چې څه وخت لرې شو
نو په ضد يې د رشوت په نوم محاکم جوړ شول. فوجيمورو د تبعه په حيث جاپان ته ﻻړ
او د جاپان حکومت محاکمې ته نه ورکولو، مګر نوموړي پخپله فيصله وکړه او بيرته
پيرو ته ﻻړ او محاکمه شو. اوس يې لور دغه څوکۍ ته ځان نوماند کړيدى.شوروي اتحاد
په پنځلسو هيوادونو کې تقسيم شو، مګر څوارلسو ملکونو کې ميشت هر يو روس دروسيې
هيواد آتو ماتيک تبعه دى.
په نړۍ کې ډير نور مثالونه شته، مګر دا د افغانستان ادعا عجيبه وه (اوده).
ورسره نه عملي اقدامات وو او نه تر شا يې څه اسناد شته. که ريسرچر او تحقيق
کوونکې وغواړي په دغه ادعا باندې تاريخې او حقوقي اسناد پيدا کړي نو مدعي بې له
شاعرانه اواحساساتي ليکنو نه چې د سرحداتو او قبا يلي چارو وزارت يا ريا ست د
خپلواکۍ تړون تر نامه ﻻندې چاپ کالنۍ ببوﻻلو، دکابل راډيود پښتو نستان پروګرام
تر نامه ﻻندې پخواني احساساتي بې اساسه ليکل شوو مقالو يا د ارواښاد عبدالرحمان
پژواک په ويناوو با ندې مشتمل کتابګي نه پرته بل څه نلري. اصلي تاريخې او حقوقي
اسناد به په لندن، نوي ډيلي يا اسلام آباد کې په آرشيفونو کې ګوري؛ کابل د خپل
کيس دپاره هيڅ اسناد نه وړاندې کړي او نه يې خپل آرشيفونه د خارجه چارو وزارت د
تورو کتابونو نه د خپلو خلکو پر مخ پرا نيستي دي او نه يو افغان يې د پرانېستو
غو ښتنه کړى ده.
لرې به نه ځو، دغه ګاونډي پاکستان هم برتانوي هند د وخت نه پا تې د کشميرتقسيم
نه مني. بلکه درې جنګونه پې پرې کړي دي(افغانان خو هسې د تشو دارو ډزې کوي) د
هند د ﻻندې کشمير نه چې يو عادي هندي کشميرى په اصطلا ح د پاکستان د ﻻس ﻻندې
آزاد کشمير ته را واوړي نو سمدستي ورته د آزاد کشمير اسناد ورکړل شي او د هغه
ټولو حقوقو نه برخورداره شي چې نورکشميريان يې لري او په دغه توګه د پاکستان د
شناختي کارډ او پاسپورټ حقدار هم وګرځي، پاکستان کې آزاد کار کولى شي او پخپل
نوم جايداد اخستلى شي. په دغه توګه ډير د هند د ﻻس ﻻندې راغلي کشميري مها جرين
د آزاد کشمير په قضاُ او بيورو کراسۍ کې کار کوي او يا د آزاد کشمير د پارليمان
غړي دي. بلکه د آزاد کشمير په انتخاباتو کې د هند د کشمير د بيلو بيلو سيمو تر
نامه ﻻندې انتخاباتي حوزې شته چې د پا کستان په بيلو بيلو ښارونو کې ميشت
کشميري مهاجرين پکې راى اچوي او پا رليمان ته ځي. دلچسپه داده چې دوى د پاکستان
د پارليمان دپاره انتخاباتو کې هم د برخې ا خستو حق لري.
آيا افغانستان کې د خيبر پښتونخوا يا بلوچستان پښتانه دغه حق لرلى شي؟ که ټول
يې نه لري نو هغه کسان دې يې خو ولري چى افغانستان کې پاتې شوي دي.ځواب يې بايد
افغانان ووايي چې ﻻ هم د ډيورنډ کرښه نه مني. تا ريخ خو داسې ښايي چې دغه د لر
وبر د يو افغان ناره فقط د سيا سي سودا بازۍ دپاره پورته شويده چې لر و بر
ولسونه وغولوي. لهذا وخت رارسيدلى دى چې افغانستان خپل مشکلا ت پخپله حل کړي او
فکر وکړي چې آيا دغه اوسني ستونځې چې ټوله موخه يې د پاکستان د ځينو حاکمه
حلقاتو له خوا وړاندې شوې په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق لټولو غلط تقکر ته
متوجه ده، چرې ددوئ ددغه نادرسته نېم زړيه پا ليسۍ او ادعا پا يله خو نه ده؟
|