نازيه اقبال له سندرو ويلو توبه ويسته!!!!!!!!!!!
له دې نه ورسته به نه زما مخ ګورئ ،او نه به مې اواز اورئ (نازيه اقبال)
پښتنه مشهوره او تکړه سندرغاړي نازيه اقبال په دوبۍ کې دوه ورځې مخکې پروګرام
کولو نه پس داخبره په داسې حال کې وکړه چې خاونديې (جاويد فضا)
او نور ګڼ شمير پښتانه فنکاران يې هم تر څنګ ولاړ ول، هغې وويل زه حج او عمرې
لپاره روانه يمه ، او د الله سره مې وعده کړې چې بيابه سندرنه وايمه ا لله دې
ماته معافي وکړي ما چې تراوسه څه وکړل هفه د مجورئ له وجې ول نوربه يې نه کوم
او زما د اواز ټولو مینوالوته دا پیغام ورکوم چې ، ماته دې بښخنه وکړي ، وروسته
نازيه په ژړا شوه او په ژړه غوني غږ اويل زه ټولوته داهم وايم چې د مور پالار
خدمت او قدر وکړئ هرڅه پيداکيږي خو مور او پلارنه پيداکيږي هغه چاسره مينه وکړی
څوک چې تاسو سره مينه کوي، بيا يې (جاويدفضا )ته میک ورکړو ، (جاويد فضا) اويل
چې دا کار دوئ د چا له دمکی او ډار له وجې نه بلکې د الله درضا د پاره کوي او
توبه اوباسي ، نازيه اقبال داهم ويل زه د ټولو پښتانونه رضامنده یمه چې ماته يې
په هرڅای کې ډیرقدرراکړی دی، اوټولودپاره ښه ژوند غواړم
اوزه غواړمه چې د پښتنوماشومانو لپاره يوه مدرسه جوړکړم ترڅو پښتانه ماشومان
ديني زدکړه پکې وکړي، بيايې د تکړه شاعر (عابدصیب )نه مننه وکړه چې د لمانځه د
پاره يې جاینماز هم په تحفه کې ورکړ،هغي ويل دا زما دپاره هرڅ دي ماته په
سروزرو منضور دي
د يادولووړده چې نازيه اقبال له اوه ۷ کلنئ عمرنه د خپل پلار له خوا سندرو
ويلوته وهڅول شوه خو کله چې ځوانه شوه او دلوی شهرت خاونده شوه، بيا دپلارنه
پدې وجه بيله شوه چې په خپله خواښه يې د جاويد فضاسره چې یو افغان ځوان و په
دوبۍ کې په پټه واده وکړ،خو کله چې موراو پلاريي خبرشول نو ډیرې شخړې سره وکړې
خونازیه په جاويد ولاړه وه او مورپلار يې د جاويد دپاره پريښودل.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بادشاه دين مشکور کابل افغانستان
|