اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 

پکتيا: له ځوانانو ازما يښتي ازموينه واخېستل شوه!!

 


دپکتيا ولايت دځوانانوچارو امر امان الله اماني رسنيو ته وويل: دکانکور دغه ازمايښتي ازموينه چې دځوانانو د ذهنيتونو د ودې لپاره په لاره اچول شوې وه دهغه په وينا يوه اساسي موخه يې داده چې ځوانان د رسمي کانکور له ازموينې سره بلدتيا پيداکړي دده په قول (( پخوا به چې زيات ځوانان په کانکورکې بې پايلې پاتې کېدل يوازېنی علت یې دا وو چې د دولسم ټولګيونويو فارغانوته به دکانکور د ازموينې لارښوونه نه کېده )) داماني دمالوماتو له مخې په دې ازمايښتې ازموينه کې د پکتيا ولايت
له مختلفو ولسواليوله ښوونځيوڅخه اته سوه پنځوسوزده کوونکوګډون کړی وو.
دمدني ټولنې يو تن غړی سيدجمال آصف خېل ځوانانوته د دا ډول پروګرامونوپر لاره اچول دځوانانو دراتلونکي اوظرفيت جوړونې لپاره ډېر اړين بولي د ده په اند هغه زده کوونکي چې د دولسم له ټولګيو فارغيږي استعدادونه یې ډېر ټيټ وي ځکه چې په ښوونځيوکې هغسې مسلکي ښوونکي نشته کومه چې ورته اړتيا ده بله داچې ډېری زده کوونکي دکانکور او دانتخاب له پاڼو سره بلدتيا نه لري. ده له نړيوالې ټولنې او ډونر موسسوغوښتنه وکړه چې دپکتيا دځوانانو د روزلو لپاره خپلې مرستې وغځوي.
ايمل څمکنی چې په همدې ازمايښتي ازموینه کې یې ګډون کړی وو دخوښي په ترڅ کې وويل(( زه چې اوس مهال د يولسم ټولګي زده کوونکی يم دکانکور ازموینې ته مې دوه کاله لا پاتې دي دکانکورد پوښتنو او د انتخاب له پاڼوسره بلد شوم زه به اوس په ډاډه توګه د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړم او دخپلې خوښې پوهنځي ته به بريالی شم)) ده له ځوانانو چارو امريت مننه کوله او ويل یې چې تر اوسه کومې ادارې موږته دا ډول ګټور پروګرام نه دی پر لاره اچولی. ده د پوهنې رياست پر چارواکو نيوکه کوله او ويل یې چې دکانکور ازمايښتي ازموينه بايد دوی پر لاره اچولې وای چې دا دپوهنې رياست پورې اړوند دي ده له چار واکو او ډونر موسسو غوښتنه وکړه چې د پکتيا دځوانانو د ذهنيتونو د ودې لپاره خپلې مرستې او همکارۍ ونه سپموي.

ديادولو وړ ده دپکتيا دځوانانو چارو امريت له دې وړاندې هم دځوانانود روزلو لپاره ډېری پروګرامونه پر لاره اچولي دي چې د ژورنالېزم، دکمپيوټر دهارډ وېر اوانګليسي ژبې د زده کړې کورسونه یې د يادولو وړ دي.
 


فريداحمدتسکين / پکتيا

 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com