|
غزنۍ، ۲۰۱۳ اوزمونږه دلوړپوړو
چارواکو غفلت
عبدالقادرجیلاني- غزنۍ
غزنۍ دهیواد په سهیل ختیځ کې له پلازمینه
کابل څخه لیرې په یوسل پینځه دیرش کیلو مترۍ کې دکابل کندهار په لویه لار پروت
ولایت دی، ددغه ولایت مرکز هم په خپله دغزني ښار دي. چې له لسمې پیړۍ راهیسې يې
دغزنویانو په پیر کې ېې ډیر شهرت ومونداودښارونو دناوي(عروس البلاد) او همدا
ډول داسلام تمدن دپايتخت یې نوم اولقب يي له دې امله خپل کړ، چې
دغزنويانودواکمنۍ په مهال داسلام سپيڅلى دين دنړۍ بيلا بيلو سيمو ته ورسول شو
داسوبې او فتحي له دخزرله سمندرګي نه نيولې بيا دګنګا سمندر تر غاړو ورسيدای .
غزنی دهیواد ولایت او ان دسیمې په کچه دزیاتو تاریخې سیمو ،اثارو، ودانیو،
اماکنو، جوماتونو، ابداتو، مزارونو، زیارتونو، او مقبرودرلودونکی ولایت دی؛ مګر
په ډیر تأسف سره باید وویل شي چې مرکزي دولت، سیمیز ارګانونو، اسلامي نړۍ او
داسې نور محلي سوداګروددغه ولایت په بیا رغاونه کې هیڅ ډول رول ونه لوباوه او۲۰۱۳
کال لپاره یې ټول وخت ضایع کړ.
څرنګه
چې ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته جوته ده چې غزنۍ د ۲۰۱۳کال لپاره په لیبیا کې
داسلامی تعلیماتو اوتحقیقاتو ټولنې لخوا داسلامي ثقافت پلازمینه و ټاکل شو، نو
بیا په کاروه چې دهمغه وخت وزمان نه ددغه ولایت دبیارغونې کارونه پیل شوی وای-
مګر ډیر دافسوس وړخبره ده چې ټول پوهیږو اوغوږونه موکاڼه او احساس مومړ کړای دی.
دحیرانتیا خبره خوداده چې هر وزیر، معین او داسې نورو لوړپوړو چارواکو ډیرې
وعدې وکړي مګر هیڅ وفایې پري ونه وکړه، خوپه والله که موپه آرامه پریږدم.
اوس خو دغه لیکنه عمومي ده خو بیابه مشخص په هر هغه شخص باندې لیکنه کووم اونوم
به یې هم اخلم چې وعدې یې ډیرې کړي وي او په عمل کې صفر وي.
آخر دومره بې احساسه شولوچې یو ولایت مو داسلامي تمدن پایتخت جوړیږي او مونږه
ورته هیڅ تیاری اوچمتوالی نه نیسو او سترګې مو پټې کړیدي.
که په غزني کې د تاریخي ځایونو د رغولو پروژي پلي شي او ددې سره یو لوی
میلمستون هم جوړشي نو غزنۍ به په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د بهرنیو میلمنو د راتګ
جوګه شي.
غزنۍ شاخوا څلور سوه تاریخي ځایونه لکه ودانۍ، ابدات او زیارتونه لري چې اکثره
یې د تیرو څو کلونو جګړو، طبیعي پیښو او د اړوندو چارواکو د غفلت له امله
زیانمن شوي دي؛ ددې په باره کې کارپوهان وايي که د غزني تاریخي ځایونو ته
پاملرنه ونه شي دا ویره شته چې یو شمیر یې لکه د زاړه ښار د کلا د بالابین د
برج په څیر له مینځه لاړ شي. او داویره هم شته چې کیدای شي مونږ د۲۰۱۳ کال د
اسلامي تمدن مرکز لمانځلو وړ هم نه شو.
خوبیاهم زه شخصاً دغزني اوسني والی ښاغلي محمدموسی خان اکبرزاده څخه مننه کووم
چې واقعاً ډیرې هلې ځلې کوي ترڅو دغه ولایت بیاورغوي او د۲۰۱۳ کال لپاره یې
چمتوکړي، مګر دښاغلي سره هغه ډول مرسته او همکاري نه کیږي چې ورته ضرورت دی.
اوس مهال دمصر دولت څخه دکلتوري میراث بیارغونې دمتخصصانو یو پلاوی راغلی دی
ترڅو ددغه ولایت ټول تاریخي آثار او آبدات ورغوي اوغزنۍ په ۲۰۱۳ میلادي کال کښې
داسلامي نړۍ دکلتوري پلازمینې په توګه معرفي کیدا ته چمتو کړي.
مونږه دمصراوهمدارنګه د ایران دولت څخه مننه کوو چې دغزنې دتاریخي آثارو په
بیارغونه کې ونډه اخلي، مګر ددوی څخه زمونږه غوښتنه ده چې دبیارغونې کارونه دي
ژرترژره پیل شي، ځکه وخت ډیرکم او کارډیر زیات دی.
په پای کې د ټولو دولتي لوړپوړوچارواکو، اسلامي نړۍ، ملي سوداګرو او په خاصه
توګه د ټولوهیوادوالو څخه هیلو کوم ترڅو دنوموړي ولایت په بیا رغونه کې خپل رول
ولوبوي.
عبدالقادرجیلاني- غزنۍ.
|