اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

 


پښتو سرلګه روانه ده؟

 

عبدالجبار كاكړ


په تيرو ورڅوكښې په انسټرنيټ باندي يوليك لوستي چي سر ليك يې وو چي پښتو په خپل سر باندي روانه ده مطلب دا چي سرلګه روانه ده سرلګه توري موږ هغه وخت ګارو و چي كله كروند او به ياوخړوله شې نو بيا او به يوې بلى خواته واړوي چي څه ګټه يې نه وي خو زما په اند پښتو سرلګه نه دروانه بلكي روانه كړي يې ده كنې دژوند دهر څه يوه تګ لاره شته او دهغه تګ لاره دكور څخه نيولي دټولي نړۍ پوري د هغه اصول روان او لاګو دي كه چيري دهغه تګ لاره يااصول دمنځ څخه موږ وباسونو تاسو پخپله اټكل كوي شي چي كوره څخه نيولي بياتر ټولي نړۍ پوري به څه حالت جوړ وي چي څوك سوچ يا تصور هم نه شي كولي يا ديوه سړي يا يوي ډلي دپاره كه جلا جلا اصول جوړ شي بيا به هم دهغه نړۍ والي چاري مخ په وړاندي ولاړي نه شي دبيلګى په ډول كه په يوه ښار كښې وراسته لاس او چپه لاس ته ټرافك دوركولو اجازه وركول شي نو به په هم دهغه ښار كښې دورځي څوټرافكي پيښي رامخ ته كيږي هم داډول ديوي ژبى دليك دودويلوليك خپل اصول او تګ لاره څرګنده وي.
دبده مرغه لكه پښتون چي دهري لاري ترټل كيږي هم دا دډل د دوي ګرانه ژبه پښتو دهري خوا څخه ترټل كيږي خو په دي كښې زموږ خپله دپښتنو لوئى لاس دي چي ځيني پښتانه په نه پوهي باندي داكار كوي او ځيني دنورو په لمسون دهغه ناوړه كار كوي كوم څوك چي په ناپوهي كـښې داسي كوي هغوته خو عفه كيدلي شې ولي چي لوئى څښتن (ج) ناخبري نه پوهى كښې كړونكى يا يوه وګړي ته عفه كوي خو موږ بشر څوك يو چي داسي څوك معاف نه كړو خو چي څوك په كسته داسي كوي او دپښتو دليك دودسره ولد هم وي او دپښتو الفاباء هم ورته څرګنده وي او هغه داسي كار كوي آياو داسي چاته عفه كيدي شي؟ او څوك چي داسي ناوړه عمل كوي هغه ته كوم نوم وركول كيدي شي؟
پښتو يواځي ځمااو ستانه ده بلكي پښتو دټولو پښتنو ده او دا زموږ ډنډه جوړيږي چي هر څوك په پښتو كښې په يوه نه يوه ډول لاس وهنه كوي يا وپښتنو او پښتانه ته زيان رسوي دهغه ومغ ته موږ نه يواځي و دريږ وبلكي دهغه غندنه هم وكړو پورته هم داخبره په ګوته شوه چي يوه نړۍ واله دسيسه روانه ده چي هغه پښتو او پښتون پوه پناه كړي . خو ز موږ ډنده داجوړيږي چي څومره مو وس وي د داسي بى ناموسه خلګو مخ نوي وكړو. بلكې نه يواځي داسي څوك وپيژنو او ددي دڅنګه دا هم وتراشو چي په كوم چل ول دوي وپښتو او پښتانه ته زيان رسوي خو داسي نه چي موږ دهغو په پوهي او ناپوهي كښې ددهغه چاملګري كوو او كه موږ د داسي چا ملګري كوو نو بيا خو تر هغو موږ خپله دپښتو او پښتنو لوئى دښمنان يو او كه په داهر څه پوه يو او بياهم داسي كوو. نو بيا خايينان او تردي بديو په كار دا دي چي څوك پښتون داسي كار كوي هغه پوه كړو او كه بيا هم نه پوه كيږي نو پخپله په خپلو كښې يې په ګوته كړو چي داسي څوك دپيسو په بدل كښې داكار كوي يا يې نور دعلتو نه دي.
ددي دمخه هم په دي ماڅه ليكنه كړي وه چي ځينى داسي كړي شته چي هغه غواړي دپښتو خپل ټكي (ځ.څ.ږ .ڼ. ښ) دمنځ څخه يو شې چي پښتو هم په خپلو دهغه څوټكو پښتو ده كه دا ځينى يوه خواته كړي بيا دپښتو دمنځ څخه وړل يا ملعل كول ډيره آسانه ده. مادا يادونه هم كړي وه چي يوه لوړ پوړي چارواكي ماته ويلى وو چي دپښتود اڅوځانګړي ټكي دي كه داځيني دوري ياليري شي بيانو څه جوړيږي او د ده خوښه هم دا وه بلكي زموږ ددي سهيلي پښتو نخوا كښې په پښتو كښې داسي خپرونى كيدي چي اردو او پارسي په طرز وي خو دده خبره دا وه چي دا ډول به پښتو ليك او پښتو لوست آسانه شي خودده مخه اوهدف څه وو په هغه موږ هم پوه و دا دتيري عيسوي پيړي وروستى كال وو.
موږ په وارو وارو داخبره كړي ده چي په پاكستان كښې ميشه پښتانه په زياته بياد شمالى پښتوغوا( K.P) پښتانه ودي خواته ډيره پاملرنه نه كوي او دوي په پوهي او ناپوهي كښې هم هغه څه كوي چي زموږ د ژبى سره مخالفت لري او مخه يې هم دا ده دبلګي په ډول يو سړي كاږي چي يو ليكنه درليګم او داليګم چي څوك كاږي هغه پخپله هم يو لوئى ليكوال دي.بشپړه جمله داسي ده. يو ليكنه درليګم په دي باور چه په خپله ادبى پانړه كښې به ورسره خپله مينه ملګړي كړي. اوس تاسو خپله وګوري چي په دهغه جمله كښې كومى نيمګر تياوي دي په دهغه وړوكى جمله كښې دپښتو دوه ټكي وهل شوي دي ږ ،په ګ، بدله شوه او ڼ، په نړ بدل شو تاسو غور باندي وكړي ځه به دبلى اونۍ دپاره نور څه راټول كړم.
...................
 

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com